د افغانستان په ختيځو ولايتونو کښې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښته
په ختیځو ولایتونوننګرهار او لغمان کښې دیو مهم طالب چارواکي په ګدون یو شمیر وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمیر شکمن کسان نیول شویدي.
له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دننګرهار دوالی ویاند عطا الله خوګیاڼي وويل تیره شپه د ملی امنیت ادارې ځانګړو ځواکونو د دی ولایت د خوګیانیو ولسوالۍ نکړخیلو په سیمه کی د وسله والو طالبانو پر یو مرکز عملیات تر سره کړي چې پکې د نوموړي پر وینا پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دی د نوموړي پر وینا په وژل شویو کې دوسله والو طالبانو ځایی ډلمشر سهراب هم شامل دی د ننګرهار د والی ویاند وویل په عملیاتو کې د طالبانو دوسلو او مهماتو یوه زیرمه هم چې زیاته اندازه وسلی او مهمات پکی و کشف او له منځه وړی ده هغه وویل امنیتی ځواکونو په سیمه کی څلور شکمن کسان هم نیولی چې له تفتيشه وروسته به یی هویت په ډاګه شي.
عطا الله خوګیانی وویل په دې عملیاتو کې ملکی وګړو او امنیتی ځواکونو ته مرګ ژوبله نده رسیدلی وسله والو طالبانو تر اوسه په دی اړه څه ندی ویلی.که څه هم چې په ننګرهار کی په شپنیو عملیاتو کې د ملکی وګړو دمرګ ژوبلی له امله ځایی خلکو په پرله پسی ډول ددغو عملیاتو دبندیدو غوښتنه کړې خو دخوګیانیوپه ولسوالۍ کې دتیری شپې تر سره شویو عملیاتو وښوده چې ددغو عملیاتوبندول ناشونی دي.بل پلو په لغمان ولایت کی یو مهم طالب چارواکی خپل وسله وال ساتونکی په ډزو وژلی دی.په ختیزو ولایتونوکې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزی وایی دلغمان ولایت د الیشنګ په ولسوالۍ کې ددغه ولایت لپاره د وسله والو طالبانو د تبلیغ مسول مولوي ګل محمد مشهور په شیخ صیب د خپل ساتونکی له لورې په ډزو وژل شوی دی هارون یوسفزی وویل وروسته دغه وسله وال طالب له خپلی وسلی سره امنیتی ځواکونو ته تسلیم شویدی.