له ايران او پاکستانه له دريو ميلينو زياتو افغان مهاجرينو ستنېدنه
د مهاجرت نړيوالې ادارې له ايران او پاکستان څخه له درې ميلينو زياتو کډوالود ستنېدو خبر ورکړ.
له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د مهاجرت نړيوالې ادارې وويل: په وروستيو شپږوکلونو کښې درې ميلين او دوه لکه افغان کډوال افغانستان ته ستانۀ شول چې پينځه نوي فيصده يې په ايران او افغانستان کښې مېشته وو.
په دغه موده کښې يو لک اويا زره افغان کډوال د ترکيې او راوپائي هېوادونو په شمول د نړۍ له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د مهاجرت نړيوالې ادارې په روان کښې کال هم له ايران، پاکستان او اروپائي هېوادونو څخه د ستانۀ شويو افغانانو شمېر يو لک پينځه اتيا زره تنه اعلان کړ.
دغې ادارې همدارنګ په افغانستان کښې دننه د درې نيم ميلين افغانانو د کډه په سرېدو خبر ورکړ او وې ويل،له ۲۰۱۲ کال نه د ۲۰۱۸ کال تر آخره پورې د افغانستان په دننه کښې د جنګونو او طبيعي پېښو له امله درې نيم ميلين تنه کډه په سر شوي دي چې زياتره مرستو ته ضرورت لري.