د ولسمشریزو انتخاباتو کاندیدان دې له حکومت سره خبرې اترې وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82374-د_ولسمشریزو_انتخاباتو_کاندیدان_دې_له_حکومت_سره_خبرې_اترې_وکړي
د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر د دغه هیواد د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له کاندیدانو او سیاسي ګوندونو وغوښتل چې د غني له حکومت سره خپل اختلافات د خبرواترو له لارې هوار کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2019 12:02 Asia/Kabul
  • عبدالله عبدالله وايي د ولسمشریزو انتخاباتو کاندیدان دې له حکومت سره خبرې اترې وکړي
    عبدالله عبدالله وايي د ولسمشریزو انتخاباتو کاندیدان دې له حکومت سره خبرې اترې وکړي

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر د دغه هیواد د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له کاندیدانو او سیاسي ګوندونو وغوښتل چې د غني له حکومت سره خپل اختلافات د خبرواترو له لارې هوار کړي.

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر د دغه هیواد د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له کاندیدانو او سیاسي ګوندونو وغوښتل چې د غني له حکومت سره خپل اختلافات د خبرواترو له لارې هوار کړي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې عبدا... عبدا... نن د افغانستان د خلکو او د ولسمشریزو انتخاباتو د کاندیدانو او سیاسي ګوندونو اندیښنې ته په اشارې سره وویل: اساسي قانون د اشرف غني د حکومت د پړاؤ پاې ټاکلې ده او د ولسمشر اختیارات باید محدود شي.

د ویلو ده چې عبدا... عبدا... د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د اوسني ولسمشر اشرف غني یو اصلي سیال دی.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې تراوسه دوه ځلې ځنډول شوې دي، ټاکل شوې د روان کال د ستمبر په اتویشتمه نیټه ترسره شي.