په افغانستان کښې اوه ملکیان وژل شوی
-
ځایی خلک وایی په وژل شویو کی ماشومان او میرمنې هم شاملی دی.
زمونږ خبریال وایی اوه (۷)ملکی وګړی په ختیز ولایت ننګرهار کی د شپې په مهال عملیاتو کې وژل شویدی. ځایی خلک وایی په وژل شویو کی ماشومان او میرمنې هم شاملی دی
دا عملیات تیره شپه د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په توتو سیمه کې د افغان ځانګړو امنیتی ځواکونو له لورې تر سره شویدی ځایی خلکو د وژل شویو څلور تنو چې دوه تنه د څلورو او پنځو کالو ماشومان مړی جلال اباد ښار ته راوړل چې د ښار په سهیل لویدیزه څنډه کې ورته د امنیتی ځواکونو له لورې د وړاندی تلو اجازه ورنکړل شو دسیمی نه راغلو قهریدلو خلکو د کابل جلال اباد لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړله او ګواښ یی وکړ تر هغې والی او نورو امنیتی چارواکی هلته ورنه شی او ددوې پوښتنو ته ځواب ورنکړی دوی به خپل مړی ښخ نګړی ذسیمی یو قومی مشر معلم عبدالعلی وایی ځانګړو ځواکونو په دې عملیاتوکې یوه میرمن دوه کم عمره ماشومان او څلور نارینه وژلی دی نوموړی وویل وژل شویو کسانو ددولت په هیڅ مخالفی ډلی پوری تړاو نه درلود بلکی عادی وګړی و . نوموړی ګواښ وکړ چې حکومت یې پر غوښتونوغور ونکړی دوې به دده پر وینا د ژوند کولو لپاره بله لار غوره کړی چې مسولیت به یی د حکومت پر غاړه وی.دننګرهار دوالی ویاند عطا الله خوګیانی وایی په سیمه کی عملیات شوی او مرګ ژوبله هم لری خو نوموړی د خبریالانو دپرله پسی غوښتنو سره سره له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه دا په تیرو خواوشا دوه میاشتوکې دریم ځل دی چې په شیرزادو ولسوالۍ کې په شپنیو عملیاتو کې ملکی وګړی په نښه کیږی