شهزاد محمدي د کرکټ له نړیوال کپ سیالیو وویستل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82660-شهزاد_محمدي_د_کرکټ_له_نړیوال_کپ_سیالیو_وویستل_شو
سرچینې زیاته کړې، چې شهزاد نور د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې نه شي لوبیدلی او د هغه پر ځای به بل ځوان ویکټ ساتونکی اکرام علي خیل لیږل کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 07, 2019 01:13 Asia/Kabul
  • شهزاد محمدي د کرکټ له نړیوال کپ سیالیو وویستل شو

سرچینې زیاته کړې، چې شهزاد نور د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې نه شي لوبیدلی او د هغه پر ځای به بل ځوان ویکټ ساتونکی اکرام علي خیل لیږل کیږي.

د افغان رسندویو له راپور سره سم د  افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی شهزاد محمدي د نړیوال جام له روانو سیالیو څخه بهر شوی او د هغه پر ځای بل لوبغاړی لیږل کیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ مسوولینو ویلي، چې شهزاد محمدي د زنګانه پرخه کې ستونزه لري او ډاکټرانو ورته د څو اونیو ارام مشوره ورکړې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې شهزاد نور د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې نه شي لوبیدلی او د هغه پر ځای به بل ځوان ویکټ ساتونکی اکرام علي خیل لیږل کیږي.

شهزاد محمدي د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په تمریناتي او چمتووالي سیالیو کې یوه سلیزه ووهله، خو له هغې وروسته یې په لوبو کې نه یواځې دا چې ښه توپوهنه ونه کړه، بلکې په ویکټ ساتنه کې یې هم ډیرې ستونزې درلودلې.

د کرکټ ډیرو څارونکو او مینه والو پر هغه نیوکې کولې او له کرکټ بورډ یې غوښتل، چې هغه نور کینوی.

افغانستان تر اوسه د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې دوه لوبې کړي او دواړه  یې بایللي دي، اوه نور لوبې یې پاتې دي.