افغانستان د نړۍ تر ټولو ناکراره هیواد وبلل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82771-افغانستان_د_نړۍ_تر_ټولو_ناکراره_هیواد_وبلل_شو
دافغانستان د زیاترو مسئولانو او خلکو په اند،د ناټو له غړو هیوادونو سره په ملګرتیا له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه په افغانستان کې له ۲۰۰۱کال راهسې دامریکا پوځی شتون تردې دمه دافغانستان د بیخ بینائیو له تباه کولو او د عامو خلکو له وژلو پرته بله هیڅ بریا نه ده درلودلې .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 13, 2019 10:30 Asia/Kabul
  •   افغانستان د نړۍ تر ټولو ناکراره هیواد وبلل شو

دافغانستان د زیاترو مسئولانو او خلکو په اند،د ناټو له غړو هیوادونو سره په ملګرتیا له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه په افغانستان کې له ۲۰۰۱کال راهسې دامریکا پوځی شتون تردې دمه دافغانستان د بیخ بینائیو له تباه کولو او د عامو خلکو له وژلو پرته بله هیڅ بریا نه ده درلودلې .

 زمونږخبریال  راپور راکړ د  افغانستان  ډله ایزو رسندویو  نن د اقتصاد او سولې  د څیړنیزې موسسې  د کلنی راپور له قوله  چې  مرکز ئې د آسټریلیا په  سیډنې کې دی ، لیکلی دی ، افغانستان د دغې څیړنیزې موسسې  په کلنی راپور کې  د سورئې  ځای نیولی او  اوس  دنړۍ تر ټولو ناکراره هیواد په توګه معرفی شوی دی .

Image Caption

 

  ددغې نړیوالې موسسې یو څیړاند محب اقبال  وئیلی دی ،  لکه څنګه چې  په نړۍ کې تر ټولو سخت جنګ   همدااوس په افغانستان کې روان دی ،  دغه هیواد د نړۍ د یو سل دوه شپیتو هیوادونو کې  تر ټولو ناکراره اوبې ثباته هیواد پیژندل شوی دی .

 محب اقبال  په افغانستان کې  دجنګ جګړو   مرګ ژوبلو ته  له اشارې پرته وئیلی دی ،  یوازې په ۲۰۱۷کال کې  په افغانستان کې  پر عامو خلکو سربیره  د جنګ دښکیلو لورو   هم اولس زره کسان وژل شوی دی .

 په دغې د رجه بندۍ کې  سوریه ، سوډان ،یمن او عراق  په ترتیب سره له افغانستانه وروسته   دنړۍ تر ټولو ناکراره هیوادونه معرفی شوی دی . 

 دافغانستان د زیاترو مسئولانو او خلکو په  اند ،  د ناټو له غړو هیوادونو سره  په ملګرتیا  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه  په افغانستان کې  له ۲۰۰۱کال راهسې  دامریکا پوځی شتون  تر دې دمه   دافغانستان د بیخ بینائیو له تباه  کولو  او  د عامو خلکو له وژلو پرته بله هیڅ بریا نه ده درلودلې .

Image Caption