په ننګرهار کښې د قيمتي کاڼو زېرمې د داعش لاسو ته ولوېدې
د افغانستان په ختیز ولایت ننګرهار کښې دقیمتی ډبرو کاروباریان وائي د دغو ډبرو زیرمې د داعش تکفيري ډلې لاسو ته لویدلې دي.
له جلال آباده زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې دوی وایي تر هغې چې له یادې ترهه ګرې ډلی سره موافقی ته ونه رسیږي کاروبار به یی په ټپه ولاړ وي خو د ننګرهار ولایتی اداره وائی په هغو سیمو کښې چې طبیعي زیرمی موجودې وې امنیتی ځواکونه لا هلته عملیات کوي او دا زیرمې به د حکومت د مخالفو ډلو له ولکې خلاصوي.
د قیمتي ډبرو یو کاروباري او د کریمزي شرکت ریس حاجي مزار شیرزاد وائي له تیرو څو میاشتو راهسی د ننګرهار ولایت د شیرزادو په ولسوالۍ کې د داعش ترهه ګرې ډلې او طالبانو تر منځ د قیمتي ډبرو د زیرمو د ملکیت په سر خونړۍ نښتې روانې دي چې اوس مهال په دغه ولسوالۍ کښې د قیمتي ډبرو زیرمی د داعش ډلې لاسو لویدلي دي. او طالبان چې تر اوسه یې دغه زیرمې په ولکه کې وې له هغه سیمو په شا شویدي .حاجی مزار شیرزاد وایی په شیرزادو ولسوالۍ کې یې تر یو نیم سلو زیاتې ټیلرې ولاړې دي او تر هغې چې د دغو زیرمو برخلیک نه وي معلوم شوې دوې خپل کار نه شي کولې.
د ننګرهار د والی ویاندعطا الله خوګیاڼی مني چې داعش او طالب وسله والو په شیرزادو ولسوالۍ کښې د قیمتي ډیرو پر سر وسله والې نښتې کړې دي خو نوموړي وویل ولایتي اداره په پام کښې لرې په ټولو هغو سیمو کښې چې د قیمتي ډبرو او نورې طبیعې زیرمې چې عامه شتمني ګڼل کیږي موجودې وي هلته به پوځي عملیات تر سره او د دغو زیرمو ملکیت به د دولت لاسته ورځي،د ننګرهار ولایت په شیرزادو،هسکې مینې او اچین ولسوالیو کښې د قیمتي ډبرو پریمانه طبیعي زیرمې موجودې دي چې دا سیمې تر دا درې څلور کالو وړاندې د دولت د مخالفیېوسله والې ډلې طالبانو په ولکه کښې وې خو له تیرو څلورو کالو راهیسې داعش وسله والې ډلې د دې ولایت د اچین له ولسوالۍ د حکومت او وسله والو طالبانو په خلاف فوځۍ عملیات پیل او په دې موده کښې یې ټولې هغه سیمې چې طبیعی زیرمې پکښې موجودی دي تر خپل واک لاندې راوستې ویل کیږي چې یاده ډله اوس خپل ډیری جګړه ییز لګښتونه دهمدغه زیرمو راویستلو او پلور له لارې پوره کوي.
په دې وروستيو کښې داسې رپوټونه هم خپارۀ شوي وو چې د افغانستان قيمتي ډبرې د طالبانو په لاس پاکستان ته قاچاق کيږي.