ننګرهار ولایت کښی د کانکور د ملي ازموینې لړۍ پېل شوه
د کانکور دا ازموینه لوړو زده کړو ته دلار موندنې په هدف سره په ټول هیواد کښې اخیستل کیږي.
له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ننګرهار پوهنتون رئیس ډاکتر یحیی فهیم د دغه لړۍ د پرانستې په مهال وویل په پام کښې ده چې سږ کال به په دغه ولایت کښې ۱۶۵۰۰ تنه دکانکور په ازموینه کښی برخه واخلي. د نوموړي د معلوماتو له مخې په دغه شمیره کښې ۲۳۹۶ تنه نجونې دي.
د ننګرهار پوهنتون رئیس وویل يه سږني کانکور ازموینه کښې د دولسمو ټولګیو په فارغانو سربیره ۱۷۲۶ تنه د څوارلسمو ټولګیو فارغان او همدارنګه د۶۳ نجونو په شمول ۱۲۳۱ تنه د دې پوهنتون د ماسترۍ پروګرام بیلابیلو برخو ته ازموینه ورکوي د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې هیڅ حکومتی چارواکي په ازموینه کښې د لاسوهنې حق نه لري.
هغه د ازموینی له ګدونوالو وغوښتل چې د کانکور ملی کمیټې د ازموینې د شفافیت ډاډ ورکړي او هر ګډونوال دې په ارام ذهن خپله ازموینه ورکړي او هر چاته به خپل حق ورکول کیږي، په ننګرهار ولایت کښې د کانکور دا ازموینه چې د هیواد په کچه وروستۍ ازموینه ده او درې ورځی به دوام وکړي د ګډونوالو د بایومیټریک او پیژندګلوۍ پروسه یی په تیرو درې ورځو کښې بشپړه شویده.