افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۸-۰۴-۰۱
(last modified Mon, 24 Jun 2019 08:43:56 GMT )
Jun 24, 2019 13:13 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۸-۰۴-۰۱

عزتمنو دوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولو سره افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې د دي هفتي له مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو. په سر کښې به هم د افغانستان او پاکستان د ځينو مهمو خبرونو سرټکي وړاندې کړوو او بيا په دې اړه څو تحليلي رپوټونو ته ستاسو پام راواړوو.

نو ښه ده له هر څه مخکښې د ډېرو مهمو خبرونو سرټکو ته پام وکړئ:

له پاکستان سره خبرو اترو لپاره د هند چمتووالے، په افغانستان کښې د ډزبندۍ په باره کښې د چين له غوښتنې سره د طالب ډلې مخالفت، د امريکې استازي ته دافغانستان د مشرانو د جرګې د مشر خبردارے، د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم په سرمشريزه غونډه کښې د پاکستان د وزيراعظم شتون، د اوفا په غونډه کښې د افغان حکومت په مشرۍ د صلحې له خبرو اترو څخه ملاتړ، د امريکې لخوا له افغانستانه د وتلو د شرط د منلو په اړه د طالبانو ادعا، له بين الافغاني خبرو اترو څخه د پاکستان د ملاتړ اعلان، په لندن کښې له برطانوي چارواکو سره د افغان ولسمشر کتنه، د پاکستان په اقتصادي ژغورنه کښې د واکمن ګوند د رول په باره کښې د  دغه هېواد د وزيراعظم وېنا او د شانګهائي په غونډه کښې د افغانستان د کابينې د اجرائي مشر عبدا... عبدا... ګډون په تېره هفته کښې د افغانستان او پاکستان ډېر مهم بدلونونه وو.

په دوام کښې هم څو تحليلي رپوټونو ته ستاسو پام راګرځوو.

په قطر کښې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر چې په دې وروستيو کښې د يو پلاوي په مشرۍ يې چين ته سفر کړے ؤ له افغان حکومت سره د ډزبندۍ په اړه د بيجېنګ د چارواکو غوښتنې ته مفي ځواب ورکړ.

د طالب ډلې چارواکو له دې مخکښې هم په افغانستان کښې د ډزبندۍ په باره کښې غوښتنو ته منفي ځواب ويلے ؤ. چين ته د طالب پلاوي سفر چې د دغه هېواد حکومت په غوښتنې پسې ترسره شو په افغانستان کښې د جنګ او تاوتريخوالي ختمولو ته د دغې ډلې د هڅونې په باره کښې يو کوشش ؤ چې تر اوسه د دغه هېواد له بدلونونو سره د ځينو اړوندو هېوادونو لخوا د دا ډول پروګرامونو تعقيبونه تر اوسه نه ده کاميابه شوې.

په خاصه توګه امريکې چې په تېرو څو مياشتو کښې يې په قطر کښې له طالب ډلې سره د خبرو اترو د شپږو پړاونو له ترسره کولو وروسته هم په افغانستان کښې په فوځي موجودګۍ باندې د ټينګار په وجه چې د دغې ډلې د غوښتنې په خلاف چاره ده نه دي کړې شوي طالبان په افغانستان کښې د صلحې له بهير سره يوځاے کېدو ته راضي کړي.

د چين حکومت اميد لرۀ چې د افغانستان په بدلونونوکښې د چين مقام ته د طالب ډلې نه حساسيت ته په پام سره وکړې شي  د طالب ډلې له استازي څخه په بلنې سره په دغه هېواد کښې د ډزبندۍ ټينګښت او د کابل د حکومت له استازيو سره د بين الافغاني خبرو اترو شروع کولو ته يې وهڅوي.

له طالبانو سره د افغان حکومت د صلحې د خبرو اترو په پروسه کښې د روسيې او امريکې له ناکامۍ وروسته بيجېګ اميد لرۀ چې د دغې ډلې له سياسي مرستيال سره د دوو اړخيزو ناستو په جوړولو او د کابل له چارواکو سره د ګډو ناستو د زمينې په برابرولو سره به د افغانستان د جنګ په اړه خپلې ځينې امنيتي اندېښنې ختمې کړې شي چې البته په سيمه کښې د تاوتريخوالي او تشدد د کمولو لپاره د بيجېنګ د ډېپلومېسۍ د ظرفيتونو ښودنه له ملا برادر څخه د کورباتوب ځينې اهداف وو.

د طالبانو لخوا په افغانستان کښې د ډزبندۍ د ټينګښت لپاره د چين د وړانديز د ردولو په اړه د ځينو خبرونو خپرېدنه د دې ښودنه کوي چې دغه ډله له افغانستانه د امريکائي فوځيانو د وتلود لازموالي په اړه د خپل دريځ بدلولو ته تياره نه ده او دا مسئله هم هغه شان په افغانستان کښې د صلحې بهير ته د داخلېدو شرط بولي.

له دې سره سره چې په افغانستان کښې د جنګ خاتمه، د ډزبندۍ برقراري او د صلحې رامنځته کېدل د امريکائي فوځيانو له وتلو سره تړاو پېدا کړے دے خو د سپينې ماڼۍ چارواکو په افغانستان کښې د د تاوتريخوالي له ختمولو سره د مرستې لپاره د کوشش د ادع باوجود له افغانستانه د وتلو لپاره په دغه هېواد کښې ملي غوښتنې ته غاړه اېښودو ته نه دي حاضر.

داسې ښکاري چې په اوسنيو حالاتو کښې په افغانستان کښې د صلحې په ټينګښت کښې د بندون اصلي وجه په دغه هېواد کښې د شتون په دوام د امريکې ټينګار او د نيواکګرۍ په ختمولو کښې د افغان ملت حقيقي غوښتنې ته بې پامي ده.

گوينده:

د هند حکومت د پاکستان د وزيراعظم د ليک په ځواب کښې له اسلام آباد سره د اختلافاتو د هواري لپاره د نوي ډيلي چمتووالے اعلان کړ.

پاکستاني رسنيو وويل،د هند په انتخاباتو کښې په بيا کاميابۍ نرېندر مودي ته د پاکستان د وزيراعظم عمران خان او خارجه وزير شاه محمود قرېشي د مبارکۍ د پېغامونو له لېږلو او د صلحې خبرو اترو شروع کولو لپاره د پاکستان د چمتووالي له اعلانه وروسته هند هم پاکستان ته په يو ليک کښې وليکل: نوے ډيلے د سيمې له ټولو هېوادونو په تېره بيا له
پاکستان سره د ښو تعلقاتو غوښتونکے دے.

د هند وزيراعظم په دغه ليک کښې د صلحې د خبرو اترو د شروع کولو لپاره د پاکستان له کوشش  څخه په قدرونې سره زياته کړه، هند هم په سيمه کشې د صلحې او ارامښت لپاره کوشش کړے دے، نو له دې امله په ټولو برخو په تېره بيا په سيمه کښې له ترهه ګرۍ سره  د مقابلې په لارو چارو کښې له پاکستان سره صلح ايزې خبرې اترې د هند غوښتنه هم ده.

د هند په پارلېماني انتخاباتو کښې د بهارتيا جناتا ګوند له بيا کاميابۍ او د دغه هېواد د وزيراعظمۍ په پوسټ باندې د نرېندر مودي له بيا غوره کېدو وروسته د دوو اړخيزو اختلافاتوپه باره کښې د خبرو اترو لپاره د پاکستان د حکومت وړانديز ته د نوي ډيلي مثبت ځواب د دواړو هېوادونو ترمېنځ د موجودو لانجو په اړه له اسلام اباد سره د مخامخېدنې ډول ته د هند د چارواکو د نوې تګلارې ښودنه کوي.

مودي په تېرو پينځو کلونو کښې له اسلام آباد سره د نوي ډيلي د خبرو اترو لار نه ده بنده کړې، خو په هند کښې د ترهه ګريزو حکومت په دوام سره د پاکستان په خاوره کښې پرتې تندلارې ډلې د دغو حملو په کولو تورنې شوې له دغه هېواد سره د هر ډول خبرې له ترهه ګرۍ سره په مبارزه د اسلام آباد ژمنې تر عملي کېدو وځنډېدې.

په تېره ۲۰۱۸ کال کښې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان په اقتدار کښې راتلو سره دغه هېواد له ځلونو له هند سره د خبرو اترو وړانديز مطرح کړ خو تل د نوي ډيلي له منفي ردعمل سره مخامخ شو.

د اسلام آباد لخوا له خبرو اترو څخه د نوي ډيلي هرکلي دا اټکل مضبوط کړے دے چې په دغه هېواد کښې بي جي پي واکمن ګوند دې نتيجې ته رسېدلے دے چې له پاکستان سره د خبرو اترو د اصل ردول چې تر اوسه د دغه هېواد د کوښې کولو يوه وسيله وه د هند د ملي ګټو د پوره کولو سبب نه شي کېدې بلکه د دغه هېواد په خلاف ګواښونه زياتولې شي.

د هند د استخباراتی او امنيتي ادارو ترمېنځ دا نظر موجود دے چې له پاکستانه د ډېپلومېټک لرې والي او له دغه هېواد سره د خبرو اترو د اصل د ردوولو هر ډول سياست له ترهه ګرۍ سره د مقابلې په زمينه کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د ملګرتيا لګ احتمال به هم له منځه يوسي او په نتيجه کښې به د نوي ډيلي په خلاف د ترهه ګرۍ ګواښونه نور هم زيات شي.

په داسې حالاتو کښې اټکل کيږي چې که د دواړو هېوادونو داختلافاتو  لپاره د هند او پاکستان په خبرو اترو کښې د کشمير مسئله هم ورزياته کړې شي نو د دوي د موافقې احتمال زيات کمزورے کيږي. البته پکار دي د هند او پاکستان چارواکي پاملرنه وکړي چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په شمول په نورو مواردو کښې د خپلو اختلافاتو د هواري فرصت پکار نه دي د کشمير د مسئلې په بهانه له منځه يوسلې شي، ځکه چې د هغوي د لانجو کمول کولې شي د کشمير په سر د دغو دواړو ګاونډي هېوادونو حساسيت تر يو حده کم کړي.

گوينده:

د پاکستان، چين، هند، روسيې او ايران د ملي امنيت صلاحکارانو په روسيې کښې د «اوفا» نړيوالې امنيتي غونډې تر څنګه د افغان حکومت په مشرۍ د صلحې له خبرو اترو  ملاتړ اعلان کړ.

 د افغانستان د ملي امنيت د صلاحکار مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ چې حمدا... محب د دغه کانفرنس په څنډه کښې د ايران، روسيې، هند، چين او پاکستان له ملي صلاحکارانو سره په شپږ اړخيزه ناسته کښې خبرې اترې کړې دي.

د دغو هېوادونو د ملي امنيت صلاحکارانو د افغانستان د بحران د هواري لپاره د صلحې د بهير، د ملګرتيا د پراختيا او د سيمه ايزې اجماع رامنځته کولو د لازموالي په اړه بحث او صلاح مشورې وکړې.

د افغانستان د ملي امنيت د صلاحکار مطبوعاتي دفتر وويل چې د ايران د ملي امنيت د شورا سېکتر او چين، روسيې، هند او پاکستان د ملي امنيت صلاحکارانو د افغانانو په مشرۍ و مالکيت سره د صلحې له خبرو اترو ملاتړ وکړ.

د اوفا په امنيتي غونډه کښې د افغان حکومت په محوريت سره د صلحې له خبرواترو څخه د يو شمېر ګډون کونکو ملاتړ په داسې حال کښې دے چې د دغه هېواد د صحلې په بهير کښې د امريکې لخوا د کابل د حکومت په رول او مقام باندې سترګې پټې شوې دي.

دافغانستان د حکومت لخوا د دغه هېواد د صلحې د خبرو اترو د مشرتابۀ له لازمولي څخه د چين، روسيې، هند، پاکستان او ايران د لوړ رتبه اميتي چارواکو د ملاتړ بيا اعلانول له طالب ډلې سره د صلحې د خبرو اترو له بهير څخه د کال د حکومت په لرې کولو کښې د سپينې ماڼۍ د پالېسۍ په اړه دوباره يو ردعمل دے چې دغه مسئله هم دافغانستان د د خلقو او حکومت لپاره او هم د سيمې د هېوادونو په تېره بيا د دغه هېواد د ګاونډي هېوادونو لپاره زياته اندېښمنونکې ده.

د افغان حکومت د استازيو له شتونه بغېر له طالبانو سره په دوو اړخيزو خبرو اترو کښې د امريکې په پالېسۍ د نيوکه کونکو له نظره د دغه هېواد او حتی د سيمې د نورو لوبغاړو لپاره دا ګواښ موجود دے چې سپينه ماڼۍ د سيمې امنيتي ملاحظاتو ته بې له پامه د خپلو ګټو د پوره کولو لپاره له طالبانو سره داسې موافقه وکړي چې د نورو هېوادونو لپاره ستر زيانونه له ځان سره ولري.

په همدې وجه دي چې د افغانستان د ملي وحدت له حکومت نه علاوه د سيمې نور هېوادونه هم له طالب ډلې سره د امريکې د خبرو اترو د محورونو د روڼوالي غوښتونکي چې البته تر اوسه سپينې ماڼۍ داسې يوې غوښتنې ته ځواب نه دے ورکړے او هم هغه شان له دغې ډلې سره د خبرو اترو په محرمانه والي ټينګار لري.

د داسې حالاتو شتون د دې سبب شوے دے چې په دې وروستيو کښې د افغانستان دمشرانو د جرګې مشر د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازي زلمي خليلزاد ته له طالب ډلې سره د د خبرو اترو په اړه د ځينو چارو د پټولو په اړه خبردارے ورکړي.

له دې سره سره چې له طالبانو سره د دوو اړخيزو خبرو اترو لپاره د امريکې په سياست کښې بدلون او دغو خبرو اترو ته د افغان حکومت د ننوتلو  لازموالے په دغه هېواد کښې په يوه ملي غوښتنه بدل شوے دے او په سيمه ايزه سطح کښې هم له داسې يو ماډل څخه ملاتړ کيږي، خو د سپينې ماڼۍ چارواکي هم هغه شان دغې غوښتنې ته بې پامي کوي.

عجيبه دا چې د امريکې لخوا له افغانستانه د وتلو د مهال وېش د برابرولو د ضرورت د منلو په اړه د طالب دلې د سياسي  دفتر د وياند له وېنا وروسته خليلزاد د دغو څرګندونو په ردولوسره اعتراف وکړ چې د ټرمپ حکومت له دغې ډلې سره  يوې بشپړې موافقې ته رسېدل غواړي چې پکښې د افغانستان له خاورې وتل نه دي شامل.

په افغانستان کښې د امريکې د فوځي شتون په دوام او په دغه هېواد کښې د کورنيوهلو ځلوپه شکست باندې د تاکيد د تاثير او رول او د صلحې د ټينګښت په زمينه کښې د سيمه ايزو هلو ځلو په وجه دي چې د چين، روسيې، ايران، هند او پادکستان لوړ رتبه  امنيتي چارواکو په اوفا نومې امنيتي غونډه کښې د کابل د حکومت په مشرۍ له افغان حکومت سره د صلحې له خبرو اترو څخه ملاتړ کړےدے.

----------