ښايي د ولسمشریزو ټاکنو دوه انتخاباتي ټیمونه یو شي
Jun 25, 2019 07:24 Asia/Kabul
د کابل چاپ یوې ورځپاڼې د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کښې د دوو انتخاباتي ټیمونو د ادغام او یو کیدو د احتمال خبر ورکړی دی.
د کابل چاپ ویسا ورځپاڼې پرون لیکلي دي: د حنیف اتمر په مشرۍ د صلحې او اعتدال او د عبدا... عبدا... په مشرۍ د ثبات او همګرايي ټمونو ترمینځ د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د ګډ شتون په هکله جدي خبرې اترې روانې دي.
د حنیف اتمر او ډاکټر عبدا... په مشرۍ دغه دواړه انتخاباتي ډلې د افغانستان د اوسني ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د (دولت ساز) انتخاباتي ټیم اصلي سیالانې دي چې ویل کیږي په خپلو کښې یې یو کیدل به د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو معادلات بدل کاندي.
ټیګونه