ننګرهار کښې دیوې خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه
د افغانستان د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکو په دغه ولايت کښې د يوې خونړۍ پېښېد رامنځته کېدو د مخنيوي خبر ورکړ.
له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان په ختیزو ولایتونو کښې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي وويل: د دولت وسله والو مخالفینو د ننګرهار ولایت د غنی خیلو ولسوالۍ اړوند د مارکو په بازار کښې له چاودیدونکو توکیو ډک سوزوکی موټر ځاے پر ځاے کړے ؤ او غوښتل یی چې د ګڼې ګوڼي په دغه ډکه سیمه کښې چاودنه ورکړي.
هارون یوسفزی وویل که دې موټر چاودنه کړې وې نو له شک پرته چې انساني ناورین به رامنځته شوے و نوموړي وویل دملی اردو ځواکونه له چاودنې وړاندې سیمی ته رسیدلي او یاد موټر ته یی په یوه دښته کښې له هر ډول زیان پرته چاودنه ورکړه هغه وویل د پیښي په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو په وینا يې کشفي او امنیتي ادارې به په دی اړه خپلې پلټنې تر سره کړي.تر اوسه د دولت مخالفو وسله والو ډلو په دې اړه څه نه دی ویلي.