د افغانستان په دريو ولايتونو کښې د طالبانو سرتاوانونه
Jul 11, 2019 15:44 Asia/Kabul
د افغانستان په فارياب، هرات او قندوز دريو ولايتونو کښې د دغه هېواد د فوځي ځواکونو په عملياتو کښې ۲۸ طالبان ووژل شول.
د ايرنا د رپوټ له مخې د فارياب ولايت په بلچراغ ولسوالۍ کښې د افغان فوځي ځواکونو په عملياتو کښې ديارلس طالب ځواکونه ووژل شول.
همدارنګ په هرات ولايت کښې د طالب ډلې په سنګروو په هوائي حملو کښې اوۀ طالبان ووژل شول اود دغې ډلې د وسلو يو ګودام هم تباه کړے شو.
په يو لړ نورو عملياتوکښې په قندوز ولايت کښې اته طالب ځواکونه ووژل شول.
ويل شوي دي چې په دغو درې واړو عملياتو کښې افغان امنيتي ځواکونو ته سرتاوانونه نه دي رسيدلي.
د يو بل خبر له مخې د افغانستان په غور ولايت کښې په يو کلي د طالب ځواکونو په حمله کښې يويشت تنه مړۀ اوپينځلس نور هم ژوبل شول.
ټیګونه