چابهاربندر د افغانستان دشیانو دټرانزیټ لپاره ترټولونزدې اوارزانه لار ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83343-چابهاربندر_د_افغانستان_دشیانو_دټرانزیټ_لپاره_ترټولونزدې_اوارزانه_لار_ده
د افغانستان په پراختیا کې د چابهار بندر د رول د ارزونې علمی سیمنار پرون په کابل پوهنتون کې د افغانستان د حکومت دلوړپوړو مسئولانو او اقتصاد پوهانو په شتون سره ترسره شو .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 12, 2019 00:33 Asia/Kabul
  • چابهاربندر د افغانستان دشیانو دټرانزیټ لپاره ترټولونزدې اوارزانه لار ده

د افغانستان په پراختیا کې د چابهار بندر د رول د ارزونې علمی سیمنار پرون په کابل پوهنتون کې د افغانستان د حکومت دلوړپوړو مسئولانو او اقتصاد پوهانو په شتون سره ترسره شو .

زمونږ خبریال راپورراکړ  د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش پرون ناوخته  په کابل پوهنتون کې  د افغانستان  په پراختیا کې د چابهار بندر  در ول  د ارزونې  په علمی سیمنار کې پخپلې وینا کې  دایران د دغه ستر بندر  په  اهمیّت په ټینګار سره  ووئیل  دغه بندر  د آزادو اوبو له لارې  د افغانستان د شیانو دمنتقلولو  لپاره تر ټولو نزدې او ارزانه لار ده .

Image Caption

 

سروردانش پخپلې وینا کې  همداراز  د  چابهار بندر  په پراختیا کې د  اسلامی ایران او هندوستان ددریځونو هم قدرونه وکړه او وې وئیل ،  له دغو دواړو هیوادونو سره د افغانستان  اړیکې ښې او  مخ په وده دی .

 د افغانستان د ټرانسپورټی چارو د وزارت  د  اداری اومالی برخې مرستیال  امام محمد وریماج هم په دغه سیمنار کې پخپلې وینا کې وئیلی دی ،  اسلامی ایران  هیڅکله هم  پخپل بهرنی سیاست کې  د دباؤ  د اعمالولو لپاره  دیوې وسیله په توګه،  له ټرانزیټ اوټرانسپورټی  فعالیتونو څخه   استفاده نه کوی .  هغه   همداراز په چابهار بندر کې  د افغانستان د کشتۍ چلونې  د کرښې  د رامینځةکولو لپاره د ایران او هند  دتاجرانو د پانګونې او دواړو هیوادونو دملګرتیا  غوښتنه هم وکړه .

د افغانستان په پراختیا کې د چابهار بندر  د رول  د ارزونې  علمی سیمنار پرون  په کابل پوهنتون کې د  افغانستان د  حکومت دلوړپوړو مسئولانو او اقتصاد پوهانو په شتون سره ترسره شو .