قندهار کښې نښته پاې ته رسیدلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83483-قندهار_کښې_نښته_پاې_ته_رسیدلې_ده
د قندهار د والي ویاند د دغه ولایت د پولیسو په قومندانۍ کښې د نښتې د ختمیدو او د ټولو بریدګرو د وژل کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2019 03:03 Asia/Kabul
  • قندهار کښې نښته پاې ته رسیدلې ده

د قندهار د والي ویاند د دغه ولایت د پولیسو په قومندانۍ کښې د نښتې د ختمیدو او د ټولو بریدګرو د وژل کیدو خبر ورکړ.

د قندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي په دې خبرې سره چې ټول وسله وال حمله کونکي له افغان پوځیانو سره په نښته کښې وژل شوې دي، زیاته کړه: بریدګرو نیت درلود چې د قندهار د پولیسو د قومندې ودانۍ ته ننوځي خو د پولیسو له مقاومت سره مخامخ شول او د دغې ودانۍ په وره کښې ووژل شول.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د اعلان له مخې د قندهار د پولیسو پر قومندې د وسله والو په برید کښې د دوو پولیسو او اتو ملکیانو په شمول لس تنه مړه شوي او څه باندې نوي تنه نور ژوبل شوې دی.

په دغه نښته کښې هم داشان اته واړه حمله کونکي هلاک کړی شوې دي.

د دې حملې پړه طالب ډلې په غاړه اخیستې ده. د دغې ډلې ویاند وویل چې د حملې هدف د قندهار د پولیسو قومنداني وه. ذبیح ا... مجاهد پرون په یو ټویټ کښې ولیکل چې اول د چاودونکو توکو یو ډک موټر د قندهار د پولیسو د قومندې د وره مخې ته وچاودول شو او بیا یوشمیر طالب وسله وال ودانۍ ته ورننوتل او له پولیسوسره ښکیل شول.