ننګرهار کی د داعش ډلې مهم غړي ونیول شول
د افغانستان د ننګرهار ولايت ځاي چارواکو په دغه ولايت کښې د داعش ترهه ګرې ډلې د مهمو غړيو د نيول کېدو خبر ورکړ.
د افغانستان په ختیز ولایت ننګرهار کی چارواکي وایي د داعش تکفيري ترهه ګرې ډلی د یومهم قوماندان د مرستیال په شمول یې یولس تنه داعش ترهه ګر او وسله وال طالبان نیولي دي د چارواکو په خبره په نیول شویو کسانو کې هغه کسان هم شامل دي چې خلقو ته به یی د پیسو تر لاسه کولو لپاره د مرګ ګواښونه کول.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د دغه ولایت د ملی امنیت ادارې له رئیس جنرل نظرعلي واحدي سره په یه ګډه خبري ناسته کې وویل د داعش ترهه ګرې ډلی د مهم قوماندان ابوبکر مرستیال هجرت الله چې په ګڼ شمیر تروریسټي او نوروجنایی پیښو کې لاس درلود نیولی دے والي وویل دملی امنیت کارکونکو په جلال اباد کې دقاري سعیدالله په نوم هغه تن هم نیولی چې شخصي چاپخانه یی درلوده او دداعش ډلی لپاره یی تبیلغاتي پاڼې او نور توکي چمتوکول،دننګرهار والي وویل په نیول شویو کسانو کې هغه وسله وال تن هم نیول شوی چې د داعش ترهه ګرې ډلی له نوم په ګټه اخیستنه به یی خلقو ته د مرګ ګواښونه کول او په دا ډول به یی پیسې تر لاسه کولې.ددغه خبری ناستې پرمهال نیول شوي کسان او له هغوي نه تر لاسه شوي اسناد او وسلی هم رسنیو ته وښودل شوې او همدارنګه درسنیو استازو ته دنیول شویو وسله والو د اعترافاتو ویډویی غږونه هم ورکړلې شول.
بل پلو په جلال اباد کې د درمل پلورنکو او ډاکترانو ټولنوپیل شوی کاري اعتصاب هم پای ته ورساوه .د درمل پلورنکودټولنی مشر ډاکتر نجیب ا... صاحب زاده وایی د ننګرهار والی شاه محمود میاخیل سره یی تر لیدنې او دهغه له لورې ورته درمل پلورنکو او ډاکترانو ته د ورپیښو امنیتی ننګونو د لري کولو ژمنې تر لاسه کولو وروسته یی د دورځي پای په پای کې خپل کاري اعتصاب پای ته ورساوه، د درمل پلورونکو او ډاکترانو ټولنو د سه شنبی په ورځ په جلال اباد ښار کې د نا امنیو پیښو زیاتوالي،هدفي وژنو،وسله والو غلاوو،نا راجستر شویو سیمکارتونو او نا مسوله وسله والو ډلو دشمیر زیاتوالي په غبرګون کې کاری اعتصاب کړی و.