د کابل-واشنګټن امنیتي تړون دې لغو شي
د افغانستان مشرانو جرګې د کابل او واشنګټن ترمینځ د امنیتي تړون په لغوه کیدو باندې ټینګار وکړ.
تسنیم خبري آژانس خبر ورکړی چې د افغانستان د سینیټ ځینو غړو د خپل هیواد له امنیي حالاتو د اندیښنې په ښودلو سره ټينګار وکړ چې له امریکې سره امنیتي تړون باید لغو شي ځکه چې د ناامنیو د زیاتیدو په وجه دغه تړون د افغانستان لپاره هیڅ ګټه نه ده لرلې.
افغان سناټورانو څرګنده کړه: په داسې حال کښې چې د امریکايي پوځیانو شتون په افغانستان کښې جنګ او ناامنۍ ته لمن وهي نو له داسې حالاتو د وتلو لپاره پکار دي چې لنډمهاله حکومت او لویه جرګه جوړه شي.
له دې مخکښې د افغانستان د ولسي جرګې غړو هم په خپل هیواد کښې د بهرنیو پوځیانو د شتون په دوام باندې نیوکه کړې او د افغانستان او امریکې ترمینځ په امنیتي تړون کښې یې د بیا کتنې او غور غوښتنه کړې وه.