قندهار کښې دوو پولیسو پر خپلو همکارانو ډزې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84620-قندهار_کښې_دوو_پولیسو_پر_خپلو_همکارانو_ډزې_وکړې
دوو افغان پولیسو په قندهار ولایت کښې پر خپلو ملګرو باندې په حملې سره ۱۱ تنه ووژل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 14, 2019 10:25 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

دوو افغان پولیسو په قندهار ولایت کښې پر خپلو ملګرو باندې په حملې سره ۱۱ تنه ووژل.

آوا خبري آژانس لیکلې دي چې د قندهار د پولیسو ویاند وویل: دغو دوو نفوذي پلیسو بیګا شاه ولي کوټ ولسوالۍ ته څیرمه په داماني سیمه کښې د پولسو په یوې اډې کښې پر خپلو ملګرو ډزې وکړې چې له امله یې یوولس تنه ووژل شول.

جمال بارکزي زیاته کړه: د پولیسو د دغه مرکز قومندان سیف ا... هم په وژل شویو کښې شامل دی او بریدګر له حملې وروسته تښتیدلې دي.

یوې امنیتي سرچینې چې د نوم د نه څرګندیدو غوښتنه یې کړې، وویل چې د طالب ډلې دغه دوه نفوذي بریدګر د پولیسو په لیکو کښې شامل شوې دي.

خو طالب ډلې په دې اړه تراوسه هیڅ نه دي ویلې.