ننګرهار کښې ډاکټرانو خپل کاربندیز ختم کړ
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کی د ډاکترانو کاري اعتصاب پاې ته ورسید او د ماین په چاودنه کی پنځه تنه ژوبل شول.
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار د والي ویاندعطا ا... خوګیاڼی وایی د دی ولایت د والی په وړاندیز او د مرکزي حکومت په منظورۍ د ډاکترانو کاري اعتصاب پای ته ورسید او ټول تړل شوي روغتونونه او درملتونونه پرانستل شول. خو د ډاکترانو د ټولنې د مشرتابه غړی ډاکتر نجیب ا... صاحب زاده وایی په مشروط ډول یی کاري اعتصاب پای ته ورساوه او ورسره ژمنه وشوه چې ولسمشر اشرف غني به ورسره د سکایپ له لارې مخامخ خبرې کوي او د دوي ستونزو ته به حل لاره لټوي. ډاکتر صاحب زاده وویل که ولسمشر یې خبرې او غوښتنې ونه مني دوي به بیرته دپخوا په څير خپل کاري اعتصاب پیل کړي.
په ننګرهار کښې ټولو روغتیایی کارکونکو وروسته له هغې په کاري اعتصاب لاس پورې کړ چې پنځه ورځې وړاندې د ډاکترانو د ټولنی مشر ډاکتر نوروز شینواری په یوه بمي چاودنه کښې ووژل شو
بل پلو په جلال اباد کې په یوه بمی چاودنه کې پنځه تنه ژوبل شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطا ا... خوګیاڼی وایي چاودنه د جلال اباد ښار د اوومې ناحیی اړوند د کانال په دوه لارې کې وشوه چې له امله یی د دوو ترافیک پولیسو په ګډون پنځه تنه ژوبل شول. د دې چاودنې پړه تر اوسه د دولت کومې مخالفې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.