په ولسمشریزو انتخاباتو دې پوره څارنه وشي
د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال د دغه هیواد په ننیو انتخاباتو باندې د کورنیو او بهرنیو ناظرانو د ځیرکانه څارنې غوښتنه وکړه.
سرور دانش نن د افغانستان په پلازمینې کابل کښې په ولسمشریزو ټولټاکنو کښې په ګډون سره خبریالانو ته وویل: کورني او بهرني څارونکي دې په پوره جدیت سره په انتخاباتو باندې نظر ولري څو راڼه انتخابات ترسره شي.
هغه څرګنده کړه چې په ننیو ولسمشریزو انتاباتو کښې د افغانستان د خلکو ګډون د جمهوري نظام تایید او طالب ډلې ته منفي ځواب دی.
سرور دانش د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو خلاف د طالب ډلې ګواښونو ته په اشارې سره وویل: طالبانو له دې مخکښې تیر انتخابات هم ګواښلې وو خو خلکو د دغو ګواښونو هیڅ پروا ونه کړه.
یاده دې وي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټولټاکنې نن سهار د دولسو کاندیدانو په سیالۍ سره په ټول هیواد کښې د پیل شوې او د ملګرو ملتو، ایران او ځینو نورو هیوادونو په شمول یو نیم لاک نړیوال او کورني ناظران یې څارنه کوي.
ویل کیږي چې په انتخاباتو کښې اصلي سیالي د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي وحدت د حکومت د اجرايي مشر عبدا... عبدا... ترمینځ ده.