د ولسمشرۍ انتخابات د افغانستان د صلحې راتلونکی ټاکی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84895-د_ولسمشرۍ_انتخابات_د_افغانستان_د_صلحې_راتلونکی_ټاکی
د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر ټینګار وکړ چې د دغه هیواد د ولسمشریزو انتخاباتو ترسره کیدل په افغانستان کښې د صلحې د بهیر راتلونکی ټاکي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 28, 2019 07:14 Asia/Kabul
  • د ولسمشرۍ انتخابات د افغانستان د صلحې راتلونکی ټاکی

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر ټینګار وکړ چې د دغه هیواد د ولسمشریزو انتخاباتو ترسره کیدل په افغانستان کښې د صلحې د بهیر راتلونکی ټاکي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو یو کاندید عبدا... عبدا... نن په کابل کښې د راې اچونې په مهال طالب ډلې ته په خطاب کښې وویل: د ملکي وګړو ګواښل او وژل به ستاسو لپاره هیڅ ګټه ونه لري.

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر د دغه هیواد له مسئولو ارګانونو وغوښتل چې د انتخاباتو د شفافیت او روڼوالي لپاره خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.

د ویلو ده چې نن سهار د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د رایه ورکونې د بهیر له پيلیدو سره سم په کابل او ځینو نورو ولایتونو کښې د رایه اخیستنې په څو مرکزونو باندې چاودنې او د هاوان بریدونه وشول.

که څه هم د دغو حملو پړه چا نه ده منلې خو طالب ډلې د انتخاباتو د مخه نیونې ګواښ کړی و.