د افغانستان یوشمیر انتخاباتي کاندیدانو د ټاکنو د ګټلو ادعا کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84944-د_افغانستان_یوشمیر_انتخاباتي_کاندیدانو_د_ټاکنو_د_ګټلو_ادعا_کړې_ده
په داسې حال کښې چې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د ابتدايي پایلو تر اعلانیدو اتلس ورځې پاتې دي، یوشمیر کاندیدانو ځانونه د ټولټاکنو ګټونکي اعلان کړل.
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
Oct 01, 2019 04:52 Asia/Kabul
  • د افغانستان یوشمیر انتخاباتي کاندیدانو د ټاکنو د ګټلو ادعا کړې ده

په داسې حال کښې چې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د ابتدايي پایلو تر اعلانیدو اتلس ورځې پاتې دي، یوشمیر کاندیدانو ځانونه د ټولټاکنو ګټونکي اعلان کړل.

تسنیم خبري آژانس لیکلې دي چې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو له ختمیدو دوه ورځې وروسته د «اشرف غنی»، «عبدالله عبدالله»، «ګلبدین حکمتیار» او «حکیم تورسن» انتخاباتي ټیمونه په ټولټاکنو کښې د بریا مدعي شوي او ویې ویل چې انتخابات به دویم پړاؤ ته لاړ نه شي.

د اشرف غني په مشرۍ د (دولت ساز) انتخاباتي ټیم وړومبي مرستیال امر ا... صالح وویل: د هغو احصائیو له مخې چې زمونږ ټیم ترلاسه کړې دي له ۶۰ نه تر ۷۰ فیصده خلکو زمونږ ټیم ته راې ورکړې دي او هم دا ټیم د انتخاباتو ګټونکی دی.

له بلې خوا د ثبات او همپالنې په نامه انتخاباتي ټیم مشر عبدا... عبدا... پرون په یو خبري کانفرنس کښې وویل چې دغه ټیم د انتخاباتو د نورو کاندیدانو په پرتله ډیرې راې ترلاسه کړې دي او هم دا ټیم به د افغانستان راتلونکی حکومت جوړ کړي.

د افغانستان د حزب اسلامي مشر او د داعش ترهګرې ډلې ملاتړی ګلبدین حکمتیار هم وړمه ورځ مدعي شوی و چې په یقیني توګه د ولسمشریزو انتخاباتو ګټونکی دی.

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان انتخاباتي کمیشنونو له کاندیدانو او د هغوي له پلویانو غوښتې دي چې د انتخاباتو د نتایجو په هکله له وړاندوینې دې ډډه وکړي.