په تیروڅلوروکلونوکې ۱۲زره افغان ماشومانوته مرګ ژوبله اوښتې
په افغانستان کې د امریکا پوځی شتون او د داعشی تکفیری ترهه ګرې ډلې ، او طالبانود شتون له امله ترهه ګرې حملې بمی چاودنې ، ناکرارۍ او بیروزګاری ، په دغه جنګ ځپلی هیواد کې د امنیتی مشکلاتو د زیاتیدا او د ماشومانو د ناوړه خواړو د اغیزمنیدا تر ټولو مهم عوامل دی .
ایرنا خبری اژانس راپورورکړ دملګروملتو اړونده اورګانونو بیګا په خپل وروستی راپور کې وئیلی دی ، په تیرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د ناکراریو او شخړو له امله کابو درې زره پنځه سوه افغان ماشومان وژل شوی او څه دپاسه نهه زره نور ټپیان شوی دی .
د ملګروملتو سرمنشی آنتونیو ګوتریش هم دغه راپور ته په اشارې سره په افغانستان کې د ماشومانو په وړاندې د تاؤتریخوالی : خبرداری ورکونکی سویه: محکومه کړې ده .
په افغانستان کې د ملګروملتو د ماشومانو بسپنې (یونیسیف) دفتر هم وئیلی دی ، ددغه هیواد کابو دوه میلیون ماشومان د خواړو امنیت نه لری او له ناوړه خواړو کړیږی ..