په کابل کښې جومات کښې چاودنې مرګ ژوبله رامنځته کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85338-په_کابل_کښې_جومات_کښې_چاودنې_مرګ_ژوبله_رامنځته_کړه
د افغانستان په پائتخت کابل کښې په يو جومات کښې د چاودنې له امله پينځه تنو ته مرګ ژوبله اوښته.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 19, 2019 11:48 Asia/Kabul
  • په کابل کښې جومات کښې چاودنې مرګ ژوبله رامنځته کړه

د افغانستان په پائتخت کابل کښې په يو جومات کښې د چاودنې له امله پينځه تنو ته مرګ ژوبله اوښته.

د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې دغه بم بېګا د کابل ښار د تره خېلو سيمې په يو جومات کښې وچاودۀ چې له امله يې دوه تنه نمونځګزاري ووژل شول او درې نور ژوبل شول.

تر اوسه چا کس يا ډلې د دغې چاودې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.

په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په افغانستان کښې په جوماتونو کښې دويمه ترهه ګريزه پېښه ګڼل کيږي. پرون د جمعې په ورځ هم د ننګرهار په هسکه مېنه سيمه کښې په يو جومات باندې د راکټونو په ترهه ګريزه حمله کښې  لږ تر لږه دوه شپېتۀ نمونځګزاري ووژل شول او له سلونه زيات هم ژوبل شول.

طالب ډلې د دغې پېښې په غندلو سره پکښې خپل رول رد کړے دے او داعش ترهه ګره تکفيري ډله يې د دې عامله بللې ده.