حکمتیار: د دويم پړاو انتخاباتو لپاره دې مؤقت حکومت جوړ شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85367-حکمتیار_د_دويم_پړاو_انتخاباتو_لپاره_دې_مؤقت_حکومت_جوړ_شي
د افغانستان د حزب اسلامي مشر او په اوسنیو ولسمشریزو ټاکنو کښې د صلحې او عدالت انتخاباتي ټيم مشر «ګلبدین حکمتیار» وويل،انتخابات دويم پړاو ته تلونکي دي او د ترسره کولو لپاره یې باید مؤقته حکومت جوړ شي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 21, 2019 05:43 Asia/Kabul
  • حکمتیار: د دويم پړاو انتخاباتو لپاره دې مؤقت حکومت جوړ شي

د افغانستان د حزب اسلامي مشر او په اوسنیو ولسمشریزو ټاکنو کښې د صلحې او عدالت انتخاباتي ټيم مشر «ګلبدین حکمتیار» وويل،انتخابات دويم پړاو ته تلونکي دي او د ترسره کولو لپاره یې باید مؤقته حکومت جوړ شي.

حکمتیار چې په کابل کښې یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وویل «که چرې د تلې د میاشتې په ۶ مه ۱ میلیون او ۵۰۰ زره کسانو رایه اچولې وي، نو انتخابات دويم پړاو ته ځي او کېدې شي دويم دور تر راتلونکي پسرلي پورې وځنډېږي؛ نو ځکه ضرورت لیدل کېږي چې د رڼو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره یو بې پرې او مؤقته حکومت تشکیل کړې شي».

د حکمتیار په قول، د انتخاباتو نتائج که په مجموعي ډول اعلان شي، ورته د منلو وړ نه دي؛ نو ځکه باید د هرې سيمې رائې جدا جدا وشمېرل شي او بیلې، بېلې نتيجې یې اعلان شي.