د امریکې د کانګرس مشره هم افغانستان ته تلی
افغانستان ته د امریکې د دفاع وزیر مارک اسپر له ناڅاپي سفره وروسته د دغه هیواد د کانګرس مشره هم بې خبره کابل ته رسیدلې ده.
د آوا خبري آژانس د خبر له مخې نانسي پِلوسي بیګا کابل ته لاړه او د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او اجرايي رییس عبد ا... عبد ا... سره یې وکتل او د دغه هیواد د وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو او هم داشان د صلحې د مذاکراتو د بهیر په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.
په دغې کتنې کښې اشرف غني وویل: د افغانستان د حکومت لپاره صلحه وړومبیتوب لري خو هغه صلحه چې د افغانستان په مشرۍ او مالکیت وي او په کښې د اساسي قانون ارزښت او د ښځو حقوق وساتل شي.
د افغانستان ولسمشر هم داشان زیاته کړه: داعش او القاعده ترهګرې ډلې لاهم د افغانستان د امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کیږي او طالبان هم د دغو ډلو د فعالیت لاره هواروي.
ډاکټر عبد ا... هم د امریکې د کانګرس له مشرې میرمن پلوسي سره په کتنه کښې وویل: حقیقي صلحه د افغانستان د خلکو وړومبیتوب دی او د ملي وحدت حکوت هم د جنګ د ختمولو او صلحې ته د رسیدو لپاره هر ډول ملګرتیا ته تیار دی.