دافغانستان سرحدونو ته نږدې پوځی مانوره پیل شوه
-
د افغانستان په شمالي ولایتونو کښې د ترهګرو ډلو د روزنې د کیمپونو او د اډو جوړول اندیښمونکي دي .
تسنیم خبری اژانس وایی روسیې او پینځو (۵) نورو هیوادونو له ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره د چمتووالی په هدف سره دافغانستان سرحدونو ته نږدې ګډه پوځی مانور پیل کړه .
د روسیې د مرکزی سیمې د پوځی ځواکونو قومندان الکساندر لاپین له بیلاروس ، ارمنستان ، تاجیکستان ، قزاقستان او قیرغیزستان سره د ګډې پوځی مانورې د ختمیدا وخت ته له اشارې پرته وویل دغه مانوره له پرون څخه د «ورورګلویز مقاومت» په نوم سره په تاجیکستان کښې پیل شوه .
لاپین زیاته کړه دافغانستان خرابو حالاتو او نړیوال ناپایداره حالت ته په پام سره دغه پوځی مانوره په جایز ډول په سیمه کښې د امنیت د تامینولو لپاره په دغه مانورې کښې د ګډون هیوادونو د ارادې ښودنه کوی .
د تاجیکستان د دفاع وزیر مرستیال« عبدالخوشیم داورن ګلوم زودا »هم په مرکزی اسیا کښې بدو امنیتی حالاتو ته په اشارې سره وویل د افغانستان په شمالی ولایتونو کښې د ترهګرو ډلو د روزنې د کیمپونو او د اډو جوړول اندیښمونکی دی .