افغانستان کښې د داعش نابودي ضروري ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85662-افغانستان_کښې_د_داعش_نابودي_ضروري_ده
تهران کښې د افغانستان سفیر په خپل هیواد کښې د داعش او نورو ترهګرو ډلو په جرړه ایستلو باندې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2019 02:24 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د داعش نابودي ضروري ده

تهران کښې د افغانستان سفیر په خپل هیواد کښې د داعش او نورو ترهګرو ډلو په جرړه ایستلو باندې ټینګار وکړ.

عبدالغفور لیوال پرون د بهرنیو اړیکو په سټراټیجکې شورا کښې د افغانستان د بدلونونو د څیړنې د غونډې ترڅنګ زمونږ خبریال ته په مرکه کښې زیاته کړه: د افغانستان له خاورې به ټولې ترهګرې ډلې وشړلې شي.

لیوال څرګنده کړه: د ټولو نړیوالو ترهګرو ډلو خلاف جدي پوځي اقدامات روان دي او دغې ډلې په افغانستان کښې بیخي جرړه نه لري.

په تهران کښې د افغانستان سفیر ټینګار وکړ چې دغه هیواد لوړ ظرفیتونه لري او د نورو لپاره یو ښه شریک او انډیوال کیدلی شي.

لیوال په افغانستان کښې وروستیو ناکراریو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: د ناامنۍ او جنګ دوام د هیچ چا په ګټه نه دی او تر څو چې په افغانستان کښې ثبات او ټکاؤ نه وي، تر هغې به په ګاونډي هیوادونو کښې هم ټکاؤ را نه شي.

په دغې تحصصي غونډې کښې د سیمه ایزو مسائلو یوشمیر نظرخاوندانو او کارپوهانو، استادانو، محصلینو او سفارتکارانو د افغانستان وروستي بدلونونه وجاجول.