مشرانو جرګې یوځل بیا په خلیلزاد نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85669-مشرانو_جرګې_یوځل_بیا_په_خلیلزاد_نیوکه_وکړه
د افغانستان د مشرانو جرګې غړو د افغانستان په چارو کښې د امریکې د ځانګړي استازي په کړچار نیوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2019 04:21 Asia/Kabul
  • مشرانو جرګې یوځل بیا په خلیلزاد نیوکه وکړه

د افغانستان د مشرانو جرګې غړو د افغانستان په چارو کښې د امریکې د ځانګړي استازي په کړچار نیوکه وکړه.

د مشرانو جرګې مرستیال مشر محمد آصف صدیقي پرون د دغه ارګان په ډاګینه غونډه کښې وویل: ځلمی خلیلزاد په افغانستان کښې د صلحې د خبرواترو په پلمه په خپلو شخصي اهدافو او مقاصدو پسې دی او د هغه اقداماتو تراوسه په دغه هیواد کښې د صلحې له ټینګښت سره هیڅ مرسته نه ده کړې.

د افغانستان د مشرانو جرګې یو بل غړي صفي ا... هم وویل چې خلیلزاد د افغانستان د صلحې په بهیر کښې ډیرې تیروتنې کړې دي.