د افغانستان پوځ د کابل په لویدیځ کښې عملیات کړي
Nov 05, 2019 12:36 Asia/Kabul
د افغانستان پوځ د طالبانو او نورو وسله والو ډلو له شتونه د کابل د لویدیځو سیمو د پاکولو لپاره ځانګړې عملیات پيل کړې دي.
د افغانستان دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کښې وویل: په دغو عملیاتو کښې چې د کابل د لویدیځ په پغمان ولسوالۍ کښې پیل شوې دي،تراوسه درې تنه طالب وسله وال وژل شوې دي.
خبر زیاتوي چې د پوځ د ځانګړو عملیاتو له پیلیدو راهیسې د طالب ډلې د وسلو او تجهیزاتو یو ډیپو او هم داشان توغول ته تیار اته راکټونه هم نیول شوې دي.
د افغانستان دفاع وزارت هم داشان په یوه بله بیانیه کښې په بغلان، غزني، فاریاب، ننګرهار، زابل، پکتیا او ارزګان ولایتونو کښې د پوځي ځواکونو د تیر شواروز په عملیاتو کښې د داعش ترهګرې ډلې د دریو غړو په شمول د ۲۵ مخالفو وسله والو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
ټیګونه