د پاکستان لوړرتبه چارواکو کابل ته سفر کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85824-د_پاکستان_لوړرتبه_چارواکو_کابل_ته_سفر_کړی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د جاسوسۍ ادارې مشر او د خارجه وزیر مرستیال نن کابل ته ورسیدل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2019 12:29 Asia/Kabul
  • د پاکستان لوړرتبه چارواکو کابل ته سفر کړی

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د جاسوسۍ ادارې مشر او د خارجه وزیر مرستیال نن کابل ته ورسیدل .

د پاکستان دجاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی (ISI) مشر جنرال عاصم منیر او د خارجه وزیر مرستیال ادریس زمان ټاکل شوی ده نن د افغانستان له یوشمیر لوړرتبه چارواکو سره د  کتنې ، د سیمې د مهمو بدلونونو، د هیواد دسولې د خبرو اترو دبهیر او له ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله خبرې وکړی .

ویل کیږی چې د پاکستان دغو دوو (۲) لوړرتبه چارواکو د جاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی لخوا په اسلام اباد کښې د افغانستان له سفیر سره د بد چلند او د سفیر د احضارولو په دلیل د کابل له حکومت څخه د بښنې د غوښتلو لپاره دغه هیواد ته سفر کړی دی .

د افغانستان خارجه وزارت څه موده مخکې د پاکستان د جاسوسۍ ادارې لخوا په  اسلام اباد کښې د کابل دسفیر په وربللو نیوکه کړی وه او په هغه څه چې په اسلام اباد کښې یې د افغانستان له سفیر سره بد چلند وباله سخته اندیښنه څرګنده کړه .

څه موده مخکې د پاکستان او د افغانستان د سرحد ساتونکو ترمینځ نښته ، په کونړ ولایت د پاکستان راکټی بریدونه او د دواړو هیوادونو د ډیپلوماټانو ترمینځ ژبنې شخړې د کابل او د اسلام اباد په اړیکو کښې د زیات تاوتریخوالی سبب شوی دی .