د امریکې په بمبارۍ کښې نهه نور افغانان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86101-د_امریکې_په_بمبارۍ_کښې_نهه_نور_افغانان_ووژل_شول
د افغانستان د لویدیځ په فراه ولایت کښې د امریکې د بې پایلټه الوتکو په بمبارۍ کښې نهه تنه ملکي افغانان وژل شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2019 02:17 Asia/Kabul
  • د امریکې په بمبارۍ کښې نهه نور افغانان ووژل شول

د افغانستان د لویدیځ په فراه ولایت کښې د امریکې د بې پایلټه الوتکو په بمبارۍ کښې نهه تنه ملکي افغانان وژل شوې دي.

د فراه د ولایتي شورا غړي صمد صالحي وویل چې د امریکې بې پایلټه الوتکو پرون د دغه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کښې په ځینو استوګنو سیمو حمله وکړه چې له امله یې نهه تنه ملکي وګړي مړه او اووه نور زخمي شول.

هغه زیاته کړه چې په زخمیانو کښې هم د پنځو کسانو حالت بد دی.

له دغې بمبارۍ وروسته د پشت رود ولسوالۍ سلګونه تنه خلکو پرون د وژل شویو کسانو له جنازو سره د فراه د ولایت مقام مخې ته اعتراضي غونډه وکړه او له افغانستانه د بهرنیو نیواکګرو د وتلو غوښتونکي شول.