په قطر کښې له طالبانو سره د امريکې پټې خبرې اترې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86111-په_قطر_کښې_له_طالبانو_سره_د_امريکې_پټې_خبرې_اترې
په قطر کښې د طالب ډلې د سياسي دفتر له استازيو سره د افغانستان په چارو کښې د امريکې د استازي زلمي خليلزاد پټې خبرې اترې دريمې ورځې ته داخلې شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2019 11:21 Asia/Kabul
  • په قطر کښې له طالبانو سره د امريکې پټې خبرې اترې

په قطر کښې د طالب ډلې د سياسي دفتر له استازيو سره د افغانستان په چارو کښې د امريکې د استازي زلمي خليلزاد پټې خبرې اترې دريمې ورځې ته داخلې شوې.

له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د طالب ډلې پخواني غړي مولوي قلم الدين وويل، خليلزاد د تېر خالي په ورځ قطر ته لاړ او درې ورځې اوشوې چې په غېر رسمي توګه له طالب استازيو سره ليدل کتل او خبرې اترې کوي.

هغه زياته کړه، د افغانانو ترمېنځ د خبرو اترو شروع کېدل او د دائمي جنګ بندۍ ټينګېدل د خليلزاد او طالب استازيو ترمېنځ ځينې اختلافي موارد دي.

څو ورځې مخکښې د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي وو چې واشنګټن له طالبانو سره نوې موافقه کول غواړي.

د بې نتيجې خبرو اترو له نهو پړاونو او له طالب ډلې سره د تش په نامه د صلحې د خبرو اترو له ماتې وروسته اوس امريکائي چارواکي د دغو ماتې خوړونکو خبرو اترو د بيا راژوندي کولو کوشش کوي.