د افغانستان له ویست اندیز سره ټست لوبه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86149-د_افغانستان_له_ویست_اندیز_سره_ټست_لوبه
ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ (نومبر۲۷) د هند په لکنو کې د ویست اندیز او افغانستان ترمنځ د کرکټ پنځه ورځنۍ لوبه (ټست) پیل کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2019 06:01 Asia/Kabul
  • د افغانستان له ویست اندیز سره ټست لوبه

ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ (نومبر۲۷) د هند په لکنو کې د ویست اندیز او افغانستان ترمنځ د کرکټ پنځه ورځنۍ لوبه (ټست) پیل کیږي.

دواړو هېوادونو د دغو سیالیو لپاره خپل لوبغاړي اعلان کړي دي او هیله مند دي چې دا سیالي به ګټي. په دواړو لوبډلو کې ځینو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی دی.
د افغان لوبډلې ښه منډه جوړونکی حشمت شهیدي نشته، کرکټ بورډ وایي چې هغه ژوبل شوی او لوبې نشي کولی.
دا د افغانستان د کرکټ څلورمه پنځه ورځنۍ (ټست) لوبه ده، خو ویسټ اندیز له شاوخوا یوې پېړۍ راهېسې دا ډول لوبې کوي.
افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا د ټست لوبو په درجه بندۍ کې په لسم او ویست اندیز په اتم مقام دي. دا د افغانستان او ویست اندیز ترمنځ لومړۍ ټست لوبه ده.
افغانستان په هند کې د دغو سیالیو کوربه دی. افغانستان د ناامنیو له کبله کابل او نورو ولایتونو ته نړیوالې لوبدلې نشي بللې، افغان لوبډله په هند کې میدان لري او خپلې نړیوالې سیالۍ هلته کوي.
افغانستان او ویست اندیز تر دې مخکې درې د یوې ورځې او درې د شلو اورونو سیالۍ وکړې. ویست اندیز د یوې ورځنیو لوبو او افغانستان د شل اورونو سیالۍ وګټلې.
د تست لوبه د چهارشنبې په سهار د کابل په وخت په اتو بجو پیلیږي