اسلامی ایران د افغانستان سوله خپله سوله ګڼی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86150-اسلامی_ایران_د_افغانستان_سوله_خپله_سوله_ګڼی
ددغې لیدنې کتنې موخه بین الافغانی خبرواترو ته د افغان لورو هڅول او د خبرواترو له لارې د درستو شخړو اوترینګتلیاؤ د حل لارې ترلاسه کول اعلان شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 27, 2019 08:14 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران د افغانستان سوله خپله سوله ګڼی

ددغې لیدنې کتنې موخه بین الافغانی خبرواترو ته د افغان لورو هڅول او د خبرواترو له لارې د درستو شخړو اوترینګتلیاؤ د حل لارې ترلاسه کول اعلان شوی دی .

زمونږخبریال راپورراکړ د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر محمد جواد ظریف  په تهران کې د افغانستان د طالبانو د سیاسی دفتر  د مضر ملابرادر اخوند په مشرۍ  ددغې ډلې له لوړپوړی پلاوی سره په کتنې کې   افغانستان ته د سولې د بیرته ستنیدا هیله ښودلې ده . دغه لیده کاته   د افغانستان له ولسمشر ، د اجرائی شورا له مشر ، او نورو لوړپوړو چارواکو ، د سولې  دعالی شورا ،جهادی رهبرانو او اغیز شیندونکو او  او موثرو شخصیتونو پشمول له مختلفو مسئولانو او  سیاستوالانو سره  د  ایران د خارجه وزیر د ځانګړي استازي د لیدوکاتو په دوام کې شوي  او یو ځل بیا  په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګیدو لپاره د دغو هلو ځلو پر دوام ټينګار شوی دی . 

Image Caption

 

راپورښئ  ددغې لیدنې کتنې  موخه  بین الافغانی خبرواترو  ته د افغان لورو   هڅول  او د خبرواترو له لارې د درستو شخړو اوترینګتلیاؤ د  حل لارې ترلاسه کول  اعلان شوی دی .

له افغانستانه  د بهرنیو عسکرو په ویستلو کې  د ملګرتیا  د ګډ پړآؤ د ترلاسه کولو لپاره  له درستو افغان  ځواکونو ملاتړ،د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته د افغانستان  امنیت ، دحکومت او درستواغیز شیندونکو سیاسی لورو په ګډون سره د بین الافغانی  خبرواترود ترسره کولو او پیاوړی کولو د هلو ځلو  لپاره د  اسلامی ایران آمادګی   او د ګاونډیتوب د ګډو ګټو په اساس ، دافغانتسان له ولس او هیواد سره  د اقتصادی او کلتوری  ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره    چمتووالی ، ددغو لیدوکاتو  چورلیزونه اعلان شوی دی .

Image Caption