له امریکا سره د خبرواترو د پیلیدا لپاره وخت شته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86213-له_امریکا_سره_د_خبرواترو_د_پیلیدا_لپاره_وخت_شته
فرانسې خبری اژانس وویل د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یوه (۱) پیغام کښې ویلی وو له امریکا سره د خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره اوس ژر دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2019 12:02 Asia/Kabul
  • له امریکا سره د خبرواترو د پیلیدا لپاره وخت شته

فرانسې خبری اژانس وویل د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یوه (۱) پیغام کښې ویلی وو له امریکا سره د خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره اوس ژر دی .

هغه وویل له امریکا سره د سولې د خبرو اترو د له سره پیلیدا په هکله به د طالبانو رسمی غبرګون وروسته اعلان شی .

د امریکا ولسمشر ټرمپ بیګا په بګرام هوایی اډې کښې د افغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره له کتنې وروسته له طالبانو سره د خبرو اترو د له سره پیلیدا غوښتنه  وکړه .

ټرمپ وویل د  افغانستان طالبان له امریکا سره  یوې (۱) موافقې ته د رسیدا غوښتونکی دی .

له طالبانو سره د امریکا د بې نتیجې خبرواترو له نهو پړاونو او ددغو خبرو اترو له دریدا وروسته د واشنګټن چارواکی اوس د دغو ماتیو خوړلو خبرواترو د له سره پیلیدا غوښتونکی دی .