غزني کښې ۲۲ مخالف وسله مړه او ژوبل شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86252-غزني_کښې_۲۲_مخالف_وسله_مړه_او_ژوبل_شوې_دي
د افغانستان په غزني ولایت کښې د دولت ۲۲ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2019 11:53 Asia/Kabul
  • غزني کښې ۲۲ مخالف وسله مړه او ژوبل شوې دي

د افغانستان په غزني ولایت کښې د دولت ۲۲ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

له غزني څخه زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د دغه ولايت سیمه ایز چار واکي وایي چې د دې ولایت د مقر ولسوالۍ په برهان خيل او د ده يک ولسوالۍ په کندر سيمه کې بیګاه شپه د غوڅ ملاتړ ځواکونو په هوايې بريدونو کې اتلس(18) وسله وال وژل شوي او څلور(4) تنه ټپيان شوي دي.

یاد سیمه ایز چار واکې وايي چې ياد بريدونه د وسله والو پر تجمعاتو ترسره شوي چې پکي ملکي کسانو ته ﺯيان ندى اوښتى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.