د ناټو د لندن په سرمشریزه کې په افغانستان هم خبرې کیږی
دا په داسي حال کی دی چی د امریکا په شمول د ناټو ځواکونه په افغانستان کی له اوږدې مودې راهیسې پراته دی خو په دغه هیواد کې ترهه ګری او ناامنی ورځ په ورځ زیاتیږی او د تش په نامه سولې لپاره د امریکا او لویدیځو هیوادونو هلو ځلو هم تراوسه کومه نتیجه نده ورکړی
د افغان رسندویو له راپور سره سم د ناټو غړي هېوادونه نن او سبا په لندن کې ددغه سازمان د جوړېدو ۷۰مه کلیزه نمانځي.
د ناټو د سرمنشي د ویاند مرستیال پیرز کزالي د لندن د غونډې د اجنډا په اړه خبریالانو ته ویلي، چې ناټو مشران به نن او سبا ته د ترهګرۍ پر ضد ګده مبارزه او افغانستان او عراق لپاره د خپل ګډ ماموریت په څرنګوالي او تنظیم خبرې وکړي.
کزالي ویلي، د بحثونو یوه برخه به په افغانستان کې د افراطي ډلو د مخنیوپ په اړه بحثونو ته ځانګړې وي او ناټو مشران به د افغانستان پر سوله هم سلا مشورې وکړي.
ښاغلي کزالي زیاته کړه، د افغانستا ن سوله د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت لپاره خورا مهمه ده او طالبانو ته یې پیغام دا دی چې د سولې مېز ته له واقعي ژمنتیا او ارادې سره راوړاندې شي .
تر دې وړاندې په بروکسل کې هم د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې له افغانستان څخه د ځواکونو د تمویل او تجهیز برخه کې تر ۲۰۲۴ کاله پورې د ملاتړ اعلان شوی و، خو لا معلومه نه ده چې د ناټو مشران به دا ځل په لوړه سطحه د افغانستان په اړه څه ډول پرېکړې کوي.