۹۰ فيصده افغانان صلح او ۸۲ فیصده د بهرنيو فوځيانو وېستل غواړي
۹۰ فيصده افغانان صلح او ۸۲ فیصده د بهرنيو فوځيانو وېستل غواړي
د اېشيا بنسټ په خپلې سروې کښې ويلي، چې د افغانستان نوي فیصده خلق د صلحې غوښتونکي دي، ۶۴ فيصده خلق په دې باور دي، چې د صلحې خبرې اترې بريالۍ کېدې شي او ۸۲ فيصده خلق د امريکې په مشرۍ د بهرنيو فوځيانو د وتلو پلويان دي.
په دغه سروې کښې شاوخوا اتلس زرو کسانو سره مرکې شوي، چې د افغانستان ۷۴ فيصده خلق له روان سياسي او اقتصادي وضعيته اندېښمن دي.
د سروې له مخې په هېواد کې د ځوانانو بې کاري ۷۲ سلنه زياته شوې او شل سلنه يې د اقتصادي وضعيت د ترينګلتيا له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.
د اېشيا بنسټ مشر عبدالله احمدزي ويلي، د افغانستان ترينګلی اقتصادي وضعيت او د صلحې خبرو د عامو افغانانو نظرونه اغېزمن کړي دي.
د چارو کارپوهان وايي که څه هم سروې يو اټکل کېدې شي، خو تر ډېره د روانو حالاتو يو انځور وړاندې کولې شي.