نړیوالې مرستندویه ادارې دې د افغان ولس مرستو ته دوام ورکړی
د سره صلیب د نړیوالی کمیټی یوی مسئولی میرمن فرانسس د سره صلیب د فعالیتونو، شته ننګونو او حل لارو په تړاو یو پرﺯینټشن وړاندی او ستونزو ته د حل په برخه کې یې د ځایې چارواکو د مرستی غوښتنه وکړه
زمونږخبریال له غزنی په یوه راپور کې وئیلی دی دافغانستان د غزنی والی وحیدا...کلیمزی نن د سره صلیب د نړیوالی کمیټې د مرکزی ﺯون له مسئولانو سره لیدنه کړې او په دې لیدنه کې دغزنی د امنیې قومندان په ګډون د عامې روغتیا مشر ډاکټر ظاهرشاه نیکمل، د غزنی د ملکی روغتون مشر ډاکټر باﺯ محمد همت، غزنی کې د ادا موسسې مشر ډاکټر نیکفر، د سری میاشتی رئیس او ځینو نورو مسئولینو هم ګډون درلود.
د غزنی والی دغه راﺯ ټینګار وکړ چې امنیتی ارګانونه به د تل په شان د مرستندویه بنسټونو د کارکوونکو امنیت ته جدی پاملرنه وکړی او هغوى ته به په هره سیمه کې د کار کولو لاﺯمه ﺯمینه برابره کړی.
وروسته د سره صلیب د نړیوالی کمیټی یوی مسئولی میرمن فرانسس د سره صلیب د فعالیتونو، شته ننګونو او حل لارو په تړاو یو پرﺯینټشن وړاندی او ستونزو ته د حل په برخه کې یې د ځایې چارواکو د مرستی غوښتنه وکړه.