دافغانستان حزب اسلامي ۵۰ مشرانو له حکمتیاره لار جلا کړه
په هغه لیسټ کې چې د ځینو خبریالانو لخوا خپور شوی د یو شمېر کسانو نومونه هم شته چې دا مهال د دولت برحاله غړي دي.
د افغان رسندویو راپورونه وایې یو شمېر افغان سیاسي او جهادي څېرو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي څخه د بېلېدو پریکړه کړې ده.
قاضي محمد امین وقاد چې د سولې د عالي شورا غړی دی او د اسلامي ګوند له مطرحو مشرانو څخه شمېرل کېده وایي دا هم یو له هغو شاوخوا پنځوسو کسانو څخه دی چې دا پریکړه یې کړې ده.
هغه زیاته کړه: د پنځوسو په حدودو کې افغانستان شموله کسان دي چې حزبي سوابق لري، په جهاد کې پاته شوي، سولې ته یې کار کړی، په خپلو سیمو کې مطرح او د خلکو ملاتړ لري، دوی له ډیر انتظار وروسته چې بې برخلیک پاته شوي و او د حکمتیار سره یې اړیکې نه وې، دروازې ورباندي بندې وې، بلاخره مو پریکړه وکړه چې د اتحاد شوراهای حزب اسلامي ترنامه لاندې یو مؤقته جریان پیل کړو."
ښاغلي وقاد زیاته کړه چې د دې موقت جریان د کړنلارې او مشرتابه په اړه یې پلاوی ټاکلی او راتلونکې اونۍ به یې اعلان کړې.
په هغه لیسټ کې چې د ځینو خبریالانو لخوا خپور شوی د یو شمېر کسانو نومونه هم شته چې دا مهال د دولت برحاله غړي دي.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍحزب اسلامی تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.