د کابل د نغلو بند څلورم توربین فعال شو
د افغانستان برښنا شرکت د نغلو بند دا توربین له ۱۲ کلونو وروسته فعال کړ.
د افغانستان برښنا شرکت وايي چې د کابل د نغلو Naghlo بند د څلورم توربین په فعالېدو د دې برښناکوټ د برښنا تولید ۲۵ میګاواټه زیات شو.
د افغانستان برښنا شرکت وايي، کارکوونکو یې د دغه توربین په لګولو او فعالولو دوې میاشتې کار وکړ.
د برښنا شرکت په خبرپاڼه کې ویل شوي«د دې توربین د فعالېدو له برکته به ۱۰ زره مشترکانو ته برښنا مهیا شي.
د برښنا شرکت عمومي ريیس امان الله غالب ویلي چې برښنا شرکت به دې ته په ورته نورو پروژو هم کار وکړي.
دې شرکت د کابل د سروبي بند سب سټېشن هم پرانیست. پر دې سب سټېشن په ۲۰۱۷ م کال کار پیل شوی و او ۲۳ ملیونه او ۵ لکه ډالر پرې ولګېدل.
د مالیې وزارت وايي چې د افغانستان برښنا شرکت د سروبي پر سب سټېشن او د نغلو په څلورم توربین لږ پیسې لګولی دي.
نغلو بند، چې ۱۰۰ میګاواټه برښنا تولیدوي، د کابل د ختیځ په ۷۰ کیلومترۍ کې دی. دا بند په ۱۹۶۷ م کال جوړ شوی او د لوګر او کابل سیندونو اوبه وربهېږي.