سیناتور لینډسی ګراهم افغانستان ته ورغلی دی
ایرنا خبری اژانس وایی د امریکا د ریپبلیکن ګوند سیناتور لینډسی ګراهم کابل ته په سفر کښې د افغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره کتنه او په دغه هیواد کښې یې د امریکا د عسکرو د شمیر د کمولو په هکله بحث او دنظر تبادله وکړه .
د افغانستان ولسمشر اشرف غنی بیګا د امریکا له سیناتور لینډسی ګراهم سره په کتنې کښې وویل له طالبانو سره د سولې په هکله عمومی یوشان نظر شته او خلک د انتخاباتو د نتیجو د اعلانیدا ، د اوربند د ټینګیدا او د افغانستان دباندې د طالبانو د امن ځایونو د رامینځته کیدا په هکله یوشمیر پوښتنې لری چې باید ځواب ورته ورکړل شی .
غنی وویل په افغانستان کښې د اوربند ترټینګیدا پورې به د طالبانو پرضد عملیات دوام ولری .
د امریکا سیناتور لینډسی ګراهم هم په دغه کتنې کښې کابل ته د خپل سفر هدف په نږدې راتلونکی کښې په افغانستان کښې د واشنګټن د څلورزره (۴۰۰۰) عسکرو د شمیر د کمیدا په هکله بحث وباله کوم چې د ولسمشر ټرمپ لپاره اهمیت لری .
د امریکا د ریپبلیکن ګوند سیناتور لینډسی ګراهم دغه راز د افغانستان د ملی وحدت د حکومت له اجرایی مشر عبدالله عبدالله سره کتنه وکړه او له طالبانو سره د سولې دخبرواترو او د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو د اعلانیدا د ځنډیدا په هکله یې خبرې وکړې .
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې څه موده مخکې د افغانستان په پروان ولایت کښې د بګرام هوایی اډې ته ورغلی وو د خپل هیواد عسکرو ته ویلی وو په افغانستان کښې د امریکا له اته زره او شپږسوه (۸۶۰۰) عسکرو څخه به کابو څلور زره (۴۰۰۰) پوځیان هیواد ته ورستانه کړی .