افغانستان د کډوالۍ د یوې نوې څپې له ګواښ سره مخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86671-افغانستان_د_کډوالۍ_د_یوې_نوې_څپې_له_ګواښ_سره_مخ_دی
د افغانستان د کډوالو د چارو وزیر خبرداری ورکړ چې که په هیواد کښې د ناامنیو د زیاتیدو مخنیوی ونه شي نو د مهاجرت یوه نوې څپه به راپورته شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 19, 2019 04:23 Asia/Kabul
  • افغانستان د کډوالۍ د یوې نوې څپې له ګواښ سره مخ دی

د افغانستان د کډوالو د چارو وزیر خبرداری ورکړ چې که په هیواد کښې د ناامنیو د زیاتیدو مخنیوی ونه شي نو د مهاجرت یوه نوې څپه به راپورته شي.

سید حسین عالمي بلخي پرون په کابل کښې د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په دستورو کښې، په دې خبرې سره چې افغانستان له سختې ناامنۍ سره مخامخ دی او لاهم هیواد ته د کډوالو د راستنیدو لاره نه ده هواره شوې، وویل: په تیرو پنځو کلونو کښې څه باندې څلور میلیونه کډوال او په روان ۲۰۱۹ کال کښې تقریباً پنځه لکه کسان افغانستان ته راستانه شوې دي چې زیاتره په ایران او پاکستان کښې دیره وو.

هغه څرګنده کړه چې په روان میلادي کال کښې په افغانستان کښې څه باندې شپږو لاکو کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړې دي او که یې غور ونه شي نو مهاجرت ته به مجبور شي.