لویدیځو رسنیو د افغانستان په جنګ کښې د امریکې ماتې ومنله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86685-لویدیځو_رسنیو_د_افغانستان_په_جنګ_کښې_د_امریکې_ماتې_ومنله
یوه امریکايي رسنۍ داده شوه چې د افغانستان په جنګ کښې د امریکې پوځي سټراټیجۍ ماتې خوړلې ده.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Dec 20, 2019 02:00 Asia/Kabul
  • لویدیځو رسنیو د افغانستان په جنګ کښې د امریکې ماتې ومنله

یوه امریکايي رسنۍ داده شوه چې د افغانستان په جنګ کښې د امریکې پوځي سټراټیجۍ ماتې خوړلې ده.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې فارن پالیسي امریکايي رسنۍ د افغانستان د بې نتیجې جنګ په هکله ولیکل: امریکايي چارواکو د دغه جنګ د بریاؤ او د هغه د لګښت په هکله خلک غولولې دي.

د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر په دې وروستیو کښې ویلې وو چې امریکې په افغانستان کښې طالبان ځپلې دي او دغه ډله له جنګه ستړې شوې ده.

د جنرال عتیق الله امرخیل په شمول ځینې افغان کارپوهانو د ډونلډ ټرمپ دغه څرګندونې د حقیقت اپوټه بللې دي او زیاتوي: ټرمپ په داسې حال کښې په افغانستان کښې د طالبانو د ماتې ادعا کړې چې امریکې په دغه هیواد کښې ماتې خوړلې ده او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د واشنګټن د ماتې په معنا دي.