د ټاکنو کمیشن وايي سبا خامخا د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلانوي
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ډاډ ورکړ: سبا "یکشنبه" د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوو
د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش پروسې په پای ته رسېدو سره بالاخره د د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، سبا (یکشنبه) به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د دغه کمېسیون یو کمېشنر محمد حنیف دانشیار رسنیو ته وویل، نن (شنبه) د ۷ ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش په اړه د دارالانشا له لوري د کمېسیون مشرتابه ته راپور سپارل کېږي چې پر بنسټ به یې دوی پرېکړه وکړي.
له دې وړاندې څو ځلې کمېسیون ویلې وو چې لومړنۍ پایلې به اعلانوي خو په ۷ ولایتونو کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د پلویانو له لوري د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفترونو ته اجازه نه ورکوله چې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر مخته بوځي.
د دغې ډلې ټینګار دا دی، چې هغه درې لکه راًیې چې د دوی په خبره بایومتریکي معلومات نه لري باطلې اعلان شي خو کمیسیون دغه راًیې معتبرې ګڼي.
اوس چې په ټولو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې او تفیتش پروسه پای ته رسېدلې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې، چې لومړنۍ پایلې به سبا اعلان کړي.