ننګرهار کښې د موټر بم بريد مخه نيول شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86767-ننګرهار_کښې_د_موټر_بم_بريد_مخه_نيول_شوې
د ننګرهار چارواکي وایې، دې ولايت کې د ځان وژونکي بريدګر او موټر بم په نيول کېدو سره د خونړۍ پېښې مخه نيول شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2019 14:13 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې د موټر بم بريد مخه نيول شوې

د ننګرهار چارواکي وایې، دې ولايت کې د ځان وژونکي بريدګر او موټر بم په نيول کېدو سره د خونړۍ پېښې مخه نيول شوې.

د افغان سرچینو د خبر له مخې، د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې راغلي، د «شاهد» په نوم د وسله والو طالبانو غړی، چې د موټر بم په وسيله يې ځانمرګی بريد کوه د شينوارو ولسوالۍ مربوطاتو کې نيول شوی. خبرپاڼه زیاتوي، موټر بم د کابل کمپ په سيمه کې نيول شوی، چې په دې سره د خونړۍ پېښې مخه نيول شوې. سرچینه وایې، شاهد اصلا د اچين ولسوالۍ دی اوس مهال يې په شينوارو ولسوالۍ کې ژوند کوه. د خبرپاڼې پربنسټ، نیول شوي کس په  اعتراف کې ويلي، چې د وسله والو طالبانو افريدي غړو له لوري ځانمرګي بريد ته چمتو شوی و، چې موټر يې له ده وړاندې کابل کمپ ته لېږدولی و؛ خو موخې ته له رسيدو وړاندې  دواړه نيول شوي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي .