ایران او افغانستان د ملګرتیاو پراخول غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86825-ایران_او_افغانستان_د_ملګرتیاو_پراخول_غواړی
زمونږ خبریال وایی په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر بهادر امینیان او د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حمد الله محب په بیلابیلو زمینو کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د پراختیا په هکله د نظرتبادله وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2019 01:32 Asia/Kabul
  • ایران او افغانستان د ملګرتیاو پراخول غواړی

زمونږ خبریال وایی په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر بهادر امینیان او د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حمد الله محب په بیلابیلو زمینو کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د پراختیا په هکله د نظرتبادله وکړه .

په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر بهادر امینیان پرون د افغانستان د ملی امنیت له سلاکار حمد الله محب سره په کتنې کښې د دواړو هیوادونو د سوداګری د ټرانزیټی ، د زده کړې او د کلتوری اړیکو د زیاتیدا غوښتنه وکړه .

د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حمد الله محب هم په دغه کتنې کښې وویل افغانستان ژمن دی چې له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره هراړخیزه ملګرتیاوې زیاتې کړی او په ګډو ګټو کار وکړی .