په بلخ کې بم چاودنې بیا د لسګونو کسانو وینه وبهوله
په بلخ کې بم چاودنې بیا د لسګونو کسانو وینه وبهوله
وسلوالو طالبانو ددغې پیښې په باب دخبر ترمخابیره کیدا پورې څه نه دی وئیلی خو ځای چارواکی او ځینی سرچینې وائی چې دغه کار د وسلوالو طالبانو دی ځکه له څوورځو را هسې په دغې سیمې کې د ځینو کلو او ښارګیو دنیولو هڅه کوی .
زمونږخبریال د شین هواخبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان په شمال کې دبلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې چې له تیرو څو ورځوراهسې د دافغان امنیتی ځواک او وسلوالو طالبانو ترمینځ سختې نښتې رواانې دی،نن سهار وختی په یوې کار بم چاودنې کې د لس امنیتی مامورانو پشمول لس کسان وژل شوی او نهه نورهم ټپیان شوی چې وئیل کیږی ځینی پکې مرګی حاله دی .
داپه داسې حال کې دی چېد افغانستان دفاع وزارت یوې خبرتیا په خپرولو سره د شپږو مامورانو وژل کیدا تائید کړې ده .
خبری سرچینو له دې مخکې د اوو کسانو د وژل کیدو او د شپږو نورو ټپی کیدو خبر ورکړی ؤ .
داپه داسې حال کې دی چې د بلخ ولسوالۍ د چهارسنګ او ثمرقندیانو کلیاوسیدونکی وائی په دغې چاودنې کې چې د بلخ اوچمټال ولسوالیو ترمینځپه بنګاله پلۀ سره نزدې شوی څوارلس امنیتی ماموران پکې وژل شوی دی .
وسلوالو طالبانو ددغې پیښې په باب دخبر ترمخابیره کیدا پورې څه نه دی وئیلیخوځای چارواکی او ځینی سرچینې وائی چې دغه کار د وسلوالو طالبانو دی ځکه له څوورځو راهسې په دغې سیمې کې د ځینو کلو او ښارګیو د نیولو هڅه کوی .