د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د پرَدیو دمعاملو په اساس دی
د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د پرَدیو دمعاملو په اساس دی
د افغانستان پخوانی ولسمشر ددغه هیواد دولسمشرۍد انتخاباتو د لومړنیو پایلو په باب له نظر څرګندولو پرته زیاته کړې،انتخابات به هاله د افغانانو وی،چې د انتخاباتو کنټرول او وسایل پخپله له افغانانو څخه وی او په هیواد کې هم سوله ټینګه شوی وی .
تسنیم خبری اژانس راپورورکړی ،د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی نن په یولړڅرګندونو کې وئیلی دی،په وروستیو درو پړاؤنو کې د افغانستان انتخابات،ددغه هیواد دولس په کنټرول کې نه ؤ او امریکا او نورو هیوادونو پکې ګوتې وهلی دی .
د افغانستان پخوانی ولسمشر ددغه هیواد دولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو پایلو په باب له نظر څرګندولو پرته زیاته کړې،انتخابات به هاله د افغانانو وی،چې د انتخاباتو کنټرول او وسایل پخپله له افغانانو څخه وی او په هیواد کې هم سوله ټینګه شوی وی .
حامد کرزی وئیلی ،هغه د موقته حکومت د جوړولو پلوی نه دی،خو له هر هغه اقدام به چې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدا لامل شی،ملاتړ وکړی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیشن د اتبار په ورځ ددغه هیواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجې له درو میاشتو ځنډه وروسته اعلان کړی، چې په اساس ئې د اوسنی ولسمشر اشرف غنی په مشرۍ د حکومت جوړونکی انتخاباتی ټیم کاندید پنځوس اعشاریه څلورشپیته فی صدی رائی ګټلی دی او د ثبات اوهمپالنې ټیم چې عبدا..عبدا...ئې مشری کوی،هم کابو څلویښت فی صده رایی ګټلی دی،خو زیاتره کاندیدانو دغه نتیجې نه دی منلی په ډ اګه ئې وئیلی دی،چې باید د انتخاباتو دوهم مرحله زر ترزره ترسره شی .