طالبانو په افغانستان کښې موقته ډزبندي ومنله
طالبانو په افغانستان کښې موقته ډزبندي ومنله
Dec 28, 2019 10:10 Asia/Kabul
خبري سرچينو په افغانستان کښې د موقته ډزبندۍ لپاره د طالب ډلې د مشرانو د موافقې خبر ورکړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې له طالب ډلې سره نزديو سرچينو نن وويل، د دغې ډلې مشرانو په پاکستان کښې په خپل ترټولو وروستۍ غونډه کښې په افغانستان کښې د موقته ډزبندۍ د ټينګيدو لپاره موافقه وکړه.
د دغه رپوټ له مخې تر څو نورو ورځو پورې به د امريکې او طالب ډلې ترمېنځ د موافقې د لاسليکېدو وخت معلوم شي او د دواړو خواو په خبرو اترو کښې به د افغانانو ترمېنځ د خبرو اترو په شروع کېدو هم بحث او د نظر تبادله اوشي.
تر اوسه دا معلومه شوې نه ده چې د لنډې مودې ډزبندي يوازې له امريکائي ځواکونو سره ده يا به پکښې افغان حکومت هم شاملي وي.
تر اوسه د طالب ډلې د ډزبندۍ د جزئياتو په اړه څه خبر نه دے خپور شوے.
ټیګونه